د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه د کډوالو ستنېدل زیات شوي او یوازې له پاکستانه د ورځې شاوخوا یو نیم زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.
د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل د سېشنبې په ورځ مشال راډیو وویل، تیره اونۍ تر نولس زره او پنځه سوو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د میاخیل په وینا، تمه ده چې په پاکستان کې د ښونځیو په رخصتیدو سره به د هغو کډوالو شمېر د ورځې شاوخوا درې زرو تنو ته ورسېږي چې له دې هېواده ستنېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ دا مهال تر یو نیم میلیون زیات افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې په کارډونو ژوند کوي.