د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: په بمي چاودنه کې اته وژل شوي او ۲۵ ژوبل


کابل: په بمي چاودنه کې اته وژل شوي او ۲۵ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00

نن (چارشنبه) سهارد افغانستان په پلازمېنه کابل کې بمي چاودنه وشوه چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا موټر بم ځانمرګی بريد و چې په کابل کې د امريکا سفارت او د افغانستان سترې محکمې ته نږدې د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې وشو. د دې وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل چې د بريد هدف د بهرنیو ځواکونو کاروان و چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و خو هغوی ته په دې بريد کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نوموړی ژیاتوي، په چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي چې ټول ولسي وګړي دي. د دانش په وينا، په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو او ولسي وګړو موټرو ته هم زيان اوښتی دی. تر اوسه د دې بمي بريد مسوليت کومې وسله‌والې ډلې نه ‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG