د لاسرسي ځای

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشبنې په ورځ د سفري خبردارۍ د اعلان په ترڅ کې ویلي، امریکايان دې خبر وي چې په ګرده اروپايي وچه کې د پرله پسې ترهګریزو بریدونو وېره لیدل کېږي.

د ویښ بیدار اوسېدو په دې پیغام کې په فرانسې، روسیې، سویډن او بریتانیا کې د ترسره شویو وروستیو بریدونو حواله ورکړل شوې او ویل شوي دي چې د اسلامي دولت وسله واله ډله او القاعده د دې ظرفیت لري چې په اروپا کې ترهګریز بریدونه پلان او عملي کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د ژمي رخصتیو پر مهال هم اروپا ته د سفر کوونکیو لپاره، یو ورته خبرادری ورکړل شوی و چې په فبرورۍ میاشت کې ختم شو.

یاد وزارت وايي دا خبرداری د کوم ځانګړي ګواښ له امله نه، بلکې د اوړي رخصتیو پر مهال د بریدونو احتمال له مخې ورکړل شوی دی. دا خبرداری د ستمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په مغازو، حکومتي ودانیو، هوټلونو، کلبونو، رېستورانتونو، عبادتخانو، پارکونو، هوايي ډګرونو او نورو ځایونو کې د بریدونو وېره لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG