د لاسرسي ځای

د پاکستان د پنځلس کسیز پارلیماني پلاوي مشر ایاز صادق د دوشنبې په ورځ له کابله په ستنېدو په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ډېر زر به د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی له اسلام اباده لیدنه وکړي.

بل پلو،د افغانستان د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته تایید کړه چې عبدالله عبدالله د پاکستان د پارلېماني پلاوي په بلنه له اسلام اباده لیدنه کوي، خو د نوموړي د سفر مشخصه نېټه یې ونښوده.

هلته پاکستاني چارواکو د دوشبنې به ورځ وویل چې د دغه هېواد د استخباراتو رییس نوید مختار به د روانې اونۍ تر پایه کابل ته سفر وکړي.

د اسلام اباد او کابل اړیکې له تېرې څه مودې راهيسې ترینګلې شوي چې اوس یې د پاکستان له غاړې د رغونې هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG