د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرد-عرب ځواکونه د شام تبقه ښار ته نېږدې شوي


د شام بشري حقونو څارنې بریتانيا مېشته اداره وايي د امریکا ملاتړ لرونکیو کرد-عرب ځواکونو په شام کې د داعش وسله والې ډلې مهم مرکز رقه ښار ته نږدې تبقه ښارګوټي د نیولو لپاره پرمختګ کړی دی.

د دې ادارې په خبره د شام ډموکراټیک پوځ اوس د تبقه ښار اویا فیصده کنټرولوي. په دې ښار کې ۸۵ زره کسان اوسېږي.

په شام کې د جګړو له پیل راهیسې خوا او شا درې لکه کسان وژل شوي او دې کورنۍ جګړې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعشته هم په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو پرمختګونو زمینه برابره کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG