د لاسرسي ځای

یوناما افغانستان ته د حکمتیار سوله ییزه ستنېدنه مهمه وبلله


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (يوناما) نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار سوله ییزه راستېدنه مهمه ده او سولې ته د تشدد پرېښودونکو ټولو کسانو د راتګ ملاتړ کوي.

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار اته مياشتې مخکې افغان حکومت سره د سولې تړون وکړ. د دې ګوند وياند حميد عزيزي نن مشال ريډيو ته وويل د همدې تړون په اساس به نن د حزب اسلامي ځيني بنديان خوشي شي.

حکمتيار له يوه ناڅرګنده ځایه تېره اونۍ په لغمان کې څرګند شو. هغه لومړی په لغمان او بيا پرون جلال اباد کې په يوه غونډه کې د وينا پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د اسلام په نامه دې خلک نه وژني او د سولې لار دې خپله کړي.

XS
SM
MD
LG