په کورمه کې له وسله والو سره په نښته کې يو پوځي مړ او دوه نور زخميان شوي دي. يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې نښته نن د دوشنبې ګهیځپه يخته کلي کې هغه وخت رامنځ ته وشوه چې امنيتي ځواکونو د مشکوکو وسله والو پر يو کور چاپه ووهله.
تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري نه ده منلې.