د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ننګرهار په چپرهار کې ډرون برید اته داعشیان وژلي'


د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې‎پېلوټه الوتکې پر داعش وسله‎والو هوايي برید کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږياڼي نن دوشنبه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې په دغه برید کې ۸ داعش وسله‎وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه شان وویل، تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله‎والو ترمنځ هم نښته شوې چې د خوږياڼي په خبره د دغو ‌‌‌‌‌‌ډلو په خپل منځي نښتو کې ۲۱ طالبان او ۷ داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، د دغو ‌‌‌‌‌‌ډلو په بریدونو کې یوه نجلۍ وژل شوې او ۸ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سیمې د خلکو په وینا، داعش وسله والو پرون د دې ولسوالۍ ځينې سیمې نیولي او د عامو خلکو ۷ کورونه يې سوځولي دي.

خو تراوسه وسله‎والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG