د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوپ فرانسس: امريکا او شمالي کوريا دې د خبرو لاره خپله کړي


د عیسويانو مذهبي مشر پوپ فرانسس وايي، د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ جګړه کې به د بشريت يو ښه اړخ له منځه ولاړ شي.

نوموړي وړانديز کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې لپاره دې يو دريم هېواد منځګړيتوب وکړي.

پوپ فرانس دا څرګندونې د شنبې په ورځپه ((پاپال جاز)) کې له مصره د روم پر لور د سفر پرمهال کړې دي.

په کوريايي ټاپوزمه کې تاوتريخوالي له هغې وروسته زيات شوی چې کله شمالي کوريا د يوه بل بېلسټک توغندي ناکامه ازموينه وکړه.

پپانګ يونګ د هغو اټومې وسلو تجربي هم کړي چې ښيي د داسي توغنديو جوړولو هڅه کوي چې تر امريکا د رسېدو وړتيا لري.

د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ کوريايي ټاپووزمې ته يو جنګي بحري بيړۍ هم لېږلې او شمالي کوريا ته يې د خطرناکو پايلو خبردارۍ ورکړی دی.

پوپ فرانسس ويلي، پر امريکايي ولسمشر او نور نړیوالو مشرانو به ټينګار وکړي چې ډپلوماسی او خبرو اترو له لاري دې د ستونزې حل ولټوي ځکه چې له دې سره د بشريت راتلونکې تړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG