د لاسرسي ځای

'افغانستان لا هم د ستنېدونکو کډوالو لپاره محفوظ نه دی'


د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ښيي چې هغه هېواد لا هم د ستنېدونکو کډوالو لپاره محفوظ نه دی.

ایمنسټي انټرنیشنل د پنجشنبې په ماښام د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه د یوناما تازه رپورټ ته په اشاره وویل، د بېلا بېلو هېوادونو او افغان حکومت دا ادعا غیر مسوولانه ده چې ګواکې افغانستان د ستنېدونکو کډوالو لپاره امن ځای دی.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې په ناامنیو کې د ښځو او ماشومانو پر زیاتې شوې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG