د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د برتانیې پارلېمان مخې ته یو مشکوک کس نیول شوی'


برتانیوي پولیس وايي، په لندن کې یې د هغه هېواد له پارلېمان او نورو حکومتي ودانۍ سره نېږدې یو ۲۷کلن کس د ناقانونه وسلو لرلو په تور او د ((ترهګرۍ)) د تیاري په شک نیولی دی.

پولیس وايي، دا کس یې د پنجشنبې په ماښام د لندن وایټهال کوڅه کې نیولی دی. رپورټرانو چې دې کس ته اتکړۍ اچولې وې نو خبریالانو ورسره لږ تر لږه دوه چړې ولیدې.

دې مشکوک کس تورې جامې اغوستې وې او یو تور بکس ورسره وو. پولیس وايي، د دې کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د نیولو پر وخت هېڅوک ه دي ژوبل شوي.

د مارچ له ۲۲مې راهیسې د برتانیې له پارلېمان سره نېږدې امنیت سخت کړل شوی دی ځکه چې هغه ورځ یوه سړي پر وېسټمنسټر پله پر روانو خلکو ګاډی وخېژاوه او بیا یې له پارلېمان سره نېږدې یو پولیس په چاقو وواژه.

پولیسو وروسته دا کس وژلی وو. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG