تېر مازیګر شاوخوا ۲۰۰ مظاهره کوونکي تر هغې وروسته د مقدونیا په پارلېمان ورننوتل چې د سوشل ډېموکراټانو او الباني توکمه اېتلافي ګوندونو د پارلېمان د نوي مشر ټاکنه تایید کړه.
د پارلېمان دننه د مشال راډیو خبریالانو مظاهره کوونکي ولیدل چې د سوشل ډېموکراټ ګوند یو مشر زوران زایېف یې سخت وواهه.
د نوموړي پر مخ وینې روانې وې. زایېف د نوي جوړ شوي اېتلاف مشر دی او د نوي پارلېمان مشر یې منتخباوه.
په پېښه کې درې الباني نسله استازي هم ژوبل شول. پولیس وايي، د پارلېمان ودانۍ دننه او بهر له پولیسو سره په نښتو کې ټول ۷۷ کسان ژوبل شوي چې پکې ۲۲ پولیسان هم شامل دي.
د دوی په خبره، د البانیايي اېتلاف مشر او د پارلېمان غړی ضیا الدین سېلا هم زښت ژوبل شوی چې وروسته د سکوپیې یوه کلېنېک ته ورسول شو.
د زایېف ګوند د خپلو مخالفانو محافظه کارانو پر ګوند د تاوتریخوالي پارولو او په مقدونیایانو کې د ((کرکې او وېش)) خپرولو تور پورې کړی دی. مخالف ګوند په دې اړه لا څه نه دي ویلي.