د امریکا د دفاع وزارت وايي، د افغانستان په ختیځ کې یې دوه پوځیان وژل شوي او یو ژوبل دی.
د پېنټاګان یوه ویاند جېف ډېوېس تېر مازیګر وویل، دا سرتېري د چارشنبې (یا شورو) پر ماخوستن د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي او ژوبل دي.
د روانې میاشت پر اتمه هم په اچین کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی وو چې تر هغې وروسته امریکايي ځواکونو خپل تر ټولو لوی نااټومي بم د داعش وسله والو پر سمڅو وتوغاوه.
افغان حکومت وايي، په هغه برید کې له ۱۰۰ زیات وسله وال وژل شوي ول.