د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړي ټپیان کړل


د ننګرهارچارواکي وایي، د بټيکوټ ولسوالۍ بازارپه یوه څلور-لار کې نن پنجشبه شاوخوا لس نيمې بجې په يوه بايسکل کې اېښودل شوي ماينچاودنې پنځلس تنه ولسي افغان وګړي ټپيان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل: د دغه چاودنې لس ټپيان، چې ټپونه يې برسيرن وو،د ولسوالۍ په روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړی شوي؛ خو پينځه تنه نور یې د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG