د لاسرسي ځای

د روس لوی څارنوالۍ د تیلو د پخواني میلیونر میخایل خودور کوفسکي یوه غېر دولتي موسسه په تورلسټ کې شامله کړه.

د روس لوی څارنوالۍ د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې هېواد يې له ( اوپن رشیا) موسسې سره دلچسپي نه لري ځکه دا په بریتانیا کې ثبت شوې ده.

بيان زياتوي چې دغې موسسې په روس کې داسې پروګرامونه او پروژې په لاره اچولي چې مقصد يې د اوسنيو شوو انتخاباتو نتيجې بې اعتباره او غېر قانوني ګرځول دي.

( اوپن رشیا) په ځواب کې ټينګار کړی چې دا خالصه روسۍ موسسه ده او د هېواد د ۲۰۱۵ م کال د قانون له مخې باید نامطلوبه ونه ګڼل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د روسي حکومت په دې تور سره دې ته لاره هوارېږي چې غېر دولتي موسسې په دغه هېواد کې یو مخ بندې شي.

XS
SM
MD
LG