د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د نواز شریف پر ضد قرارداد منظور شو


د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستاني وزيراعظم خلاف قرارداد منظور شوی بلخوا اپوزيشن ګوندونو د وزيراعلا د استعفا غوښتنه کړې.

د سېشنبې په ورځ په صوبايې اسمبلۍ کې حکومتي ګوندونو د يو قرارداد د لارې غوښتنه وکړه چې د سپریم کورټ فیصلې تر راتلو وروسته بايد وزيراعظم نواز شريف له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي.

بلخوا د اسمبلۍ په پرونۍ غوڼډه کې پاکستان مسلم لیګ نواز او د حکومت نورو اپوزيشن ګوندونو د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا پرويز خټک او سپيکر د استعفا غوښتنه وکړه.

دوی تور پورې کړ چې وزيراعلا او سپيکر په درغليو کې ککړ دي. د پنجشنبې پر ورځ سپریم کورټ د پاناما اسنادو په اړه په خپله فیصله کې د ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو امر وکړ او ویې ویل دا ډله به په دوو میاشتو کې د وزیراعظم د کورنۍ د جایدادونو په اړه پلټنې سرته رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG