د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماټېس: له افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ یو

د امریکا دفاع وزیر وايي، ۲۰۱۷ م کال به د افغانستان لپاره یو سخت کال وي.

جېمز ماټېس پرون (دوشنبه) په کابل کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستان سره به امریکا او نړۍ ملاتړ ته دوام ورکړي.

« موږ د خپل ماموریت په ستونزو کې هېڅ راز « وهم »نه لرو. ۲۰۱۷م کال به د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو پوځیانو لپاره سخت کال وي خو موږ به د ترهګرو او د هغو ټولو ډلوخلاف چې غواړي د ملګرو ملتونو لخوا قانوني او رسمي پيژندل شوی حکومت کمزوری کړي، د افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ یو. »

د امریکا دفاع وزیر، چې په نااعلان شوي سفر افغانستان ته ورغلی، له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته نه دی رسېدلی او واشنګټن به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

ولسمشر غني هم وویل، د افغانستان جنګ کورنۍ جګړه نه ده بلکې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال تروریزم په وړاندې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دي.

XS
SM
MD
LG