د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ځانمرګي برید څلور سرتېري وژلي


د خوست امنیه قومندان د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان د خاص ځواک څلور غړي په دغه ښار کې، په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

برید جنرال فیض الله غیرت وویل، دا برید پرون (دوشنبه) په خوست ښار کې د خاصو ځواکونو پر پوسته وشو، خو په ترڅ کې يې دوې وړې نجونې هم ژوبلې شوې دي.

ده وویل چې ځانمرګي بریدګر په یوه فلاینګ کوچ موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او پوستې ته له رسېدو سره سم یې وچاودول.

د چاودنې ږغ دومره لوړ و چې په ټول ښار کې واورېدل شو. د برید مسولیت چا قبول کړی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG