د لاسرسي ځای

د پاکستان د سرشمېرنې ادارې له نن (سېشنبه) د سرشمېرنې او کور شمېرنې دوهم پړاو پیل کړ چې د یادې ادارې د چیف کمیشنر اصف باجوا په وینا د مئ تر ۲۴ مې نېټې به دوام وکړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې پړاو کې به د پنجاب، سند، بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان،د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او فاټا په بېلا بېلو برخو کې کور شمېرنه او سر شمېرنه ترسره شي.

په پاکستان کې په اخري ځل په ۱۹۹۸ کال کې سر شمېرنه شوې وه چې له مخې یې د هېواد نفوس ۱۳ کروړه او ۵۰ لکه زیات ښودل شوی و.

XS
SM
MD
LG