د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان وايي د مسلمان وژنه جهاد نه فساد دی


د کونړ دیني عالمانو بېګا ماښام د دغه ولایت له مدني فعالانو سره د بلخ خونړۍ پېښې د غندنې او قربانیانو ته یې د درناوي په غونډه کې وویل، د مسلمان وژنه جهاد نه بلکې د اسلام بدنامول او فساد دی.

دیني عالم محمد انور وویل، څوک چې په جومات کې لمونځ کوونکي وژني، هغوی له اسلامي احکامو ناخبره دي او خلک‌ یې باید په وړاندې راپاڅي.

مولوي نجیب‌الله حقیار وویل، د دولت په دننه کې داسې کړۍ شته چې له مخالفینو سره د بلخ په څېر پېښو کې مرسته کوي او خیانت کوي.

بل‌خوا د کونړ د مدني فعالانو له ډلې محمد شعیب غروال وویل، جګړه‎مار اوس په هېواد کې جوماتونو، قرانکریم، پګړۍ او نورو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په سپکه ګوري او په خبره‌یې، چې دوی یې دفاع ته چمتو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG