د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحيل شريف په پوځي ايتلاف کې د ګډون لپاره رياض ته ولاړ


د پاکستان دفاع وزیر ویلي، وزارت يې د وزیراعظم تر منظورۍ وروسته جنرال راحیل شریف ته د ترهګرۍ ضد اسلامي هېوادونو پوځي ايتلاف کې د ګډون اجازه ورکړې ده.

د پاکستاني پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد د جوړ شوي اسلامي هېوادونو د پوځي اېتلاف د مشرۍ لپاره د جمعې په ورځ رياض ته رهي شو.

پاکستاني رسنۍ د جمعې په ورځ ددې هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف په حواله ویلي، د دفاع وزارت د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف تر منظورۍ وروسته جنرال راحیل شریف ته ددغه پوځي اېتلاف د مشر په توګه په اېتلاف کې د ګډون منظوري ورکړې ده.

د ښاغلي اصف په خبره:

((سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پوځي اېتلاف د مشر په توګه د جنرال راحیل شریف په ټاکنه کې ځانګړې دلچسپي ښودلې وه، چې بیا وروسته مرکزي حکومت جنرال راحیل شریف ته په دغه پوځي اېتلاف کې د مشر په توګه د ګډون اجازه ورکړه.))

که څه هم د ترهګرۍ ضد د اسلامي هېوادونو په دغه پوځي اېتلاف کې ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه غړیتوب لري، خو د پاکستان ګاونډي هېواد ایران او د منځني ختیځ عراق او شام شیعه مسلکه هېوادونو ته په دغه پوځي اېتلاف کې برخه نه ده ورکړل شوې.

د پاکستان یو شمېر خبري تلویزیونونو همداشان هغه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې جنرال راحیل شریف له خپلې کورنۍ سره یوځای په ځانګړې الوتکه کې له لاهوره سعودي عربستان ته د روانېدو په حال کې ښیي.

متقاعد جنرال راحیل شریف د پاکستاني پوځ مخکیني مشر و، چې د تېر کال په نومبر کې یې درې کلنه دوره پوره شوه او پر ځای یې جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ مشر وټاکل شو.

د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي اېتلاف د مشرپه توګه د متقاعد جنرال راحیل شریف ټاکل هغه موضوع وه، چې په دې وروستیو کې پرې پاکستان کې ډېر بحث روان و اد حکومت په ګډون پرې ددغه هېواد سیاسي ګوندونو بېلابېلې تبصرې کولې.

سعودي عرب د ۲۰۱۵م کال کې په دسمبر کې د ترهګرۍ پرضد د اسلامي هېوادونو پوځي اېتلاف د جوړولو اعلان وکړ، چې اوسمهال يې د غړیو هېوادونو شمېر ۴۱ ته رسېږي.

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير په ۲۰۱۶ مېلادي کال د جنورۍ پر اوومه د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحیل شريف سره ليدلي وو. ( عکس: ای ايس پی ار)
د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير په ۲۰۱۶ مېلادي کال د جنورۍ پر اوومه د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحیل شريف سره ليدلي وو. ( عکس: ای ايس پی ار)

که څه هم د ترهګرۍ ضد د اسلامي هېوادونو په دغه پوځي اېتلاف کې ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه غړیتوب لري، خو د پاکستان ګاونډي هېواد ایران او د منځني ختیځ عراق او شام شیعه مسلکه هېوادونو ته په دغه پوځي اېتلاف کې برخه نه ده ورکړل شوې.

همدا لامل و، چې تېره میاشت په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنردوست د پاکستان له خوا د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي ایتلاف د مشر په توګه متقاعد جنرال راحیل شریف ته پر اجازې ورکولو اندېښنه ښودلې وه.

خو پاکستانیو چارواکیو د ایران د سفیر د اندېښنو په غبرګون کې ټینګار کړی و، چې دا پوځي اېتلاف د کوم ځانګړي هېواد یا مسلک پرضد نه، بلکې د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG