د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف او راحېل شریف د سعودي عرب په سفر


د پاکستان لومړی وزیر نوازشرف او د پوځ لوی درستیز راحېل شریف د پېښور پر ښوونځي د وسله والو طالبانو په خونړي برید کې د ژوبلو زده کوونکو پوښتنه کوي. ۱۷م دسمبر ۲۰۱۴
د پاکستان لومړی وزیر نوازشرف او د پوځ لوی درستیز راحېل شریف د پېښور پر ښوونځي د وسله والو طالبانو په خونړي برید کې د ژوبلو زده کوونکو پوښتنه کوي. ۱۷م دسمبر ۲۰۱۴

د راپورونو له مخې، دغه پلاوى به د سعودي له باچا او نورو چارواکيو سره د يمن پر روان کړکېچ او په دې کې د پاکستان پر رول مفصلې خبرې وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر نوازشريف او د دغه هېواد د پوځ لوى درستيز جنرال راحېل شريف نن له يوه جګپوړي سياسي او پوځي پلاوي سره د سعودي عربستان په يوه ورځني سفر رياض ته ولاړ، چې له سعودي چارواکيو سره د يمن موضوع په ګډون پر يو شمېر نورو مسالو خبرې وکړي.

د پاکستان سرکاري ټېلیویژن د راپورله مخې، لومړی وزیرنوازشريف دا پريکړه د شورو ورځ په اسلام اباد کې له پوځي او سياسي مشرانو سره تر هغې مشورتي غونډې وروسته وکړه چې د منځني ختيځ د روان وضعيت څېړلو په موخه رابلل شوې وه.

د راپورونو له مخې، دغه پلاوى به د سعودي له باچا او نورو چارواکيو سره د يمن پر روان کړکېچ او په دې کې د پاکستان پر رول مفصلې خبرې وکړي.

د پاکستان دغه سياسي او پوځي پلاوى په داسې حال کې سعودي ته تللی، چې د دغه هېواد په مشرۍ عرب اېتلاف له تېرې يوې مياشتې راهيسې په يمن کې د حکومت په ملاتړ پر حوثي شيعه ياغيانو هوايي بريدونه کوي.

سعودي همدا راز په روانه مياشت کې له پاکستانه غوښتي ول چې په دغه جګړه کې ورسره پوځي مرسته وکړي، خو د پاکستان پارلمان او مشرانو جرګې تر څو ورځني بحث وروسته پر حکومت غږ وکړ، چې د يمن په شخړه کې دې بې طرفه پاته شي.

د پاکستان پر دغه پررکړې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير سخت غبرګون وښود او اسلام اباد ته يې د لوړ قيمت پرې کولو ګواښ وکړ.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي سعودي ته د نواز شريف او د پوځ د لوى درستيز د دغه سفر په اړه وايي، چې پاکستان نه غواړي سعودي عربستان او د منځني ختيځ نور هېوادونه خپه کړي، نو ځکه لومړی وزیر پخپله ورروان دى.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي حسن خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"پاکستان باندې د مخکې نه ډېر پرېشر [فشار] دى، په خاصه توګه د سعودي او د نور عرب ملکونه چې دي د هغوى هيلې له پاکستانه ډېرې زياتې وې، خو کله چې د پاکستان پارلمان پريکړه وکړه چې زموږ ډېرې ترخې تجربې دي، کله چې موږ د افغانستان په جګړه کې حصه واخيسته اوس موږه په يوې نوې جګړه کې حصه نه اخلو، نو په هغې باندې عرب هېوادونه ډېر خپه شول، ځکه چې د پاکستان دا فيصله د هغوى د توقعاتو خلاف وه.

زما په خيال پاکستان نه غواړي چې له سعودي او نورو خليجي ملکونو سره يې تعلقات خراب شي، نو دا دوره هم د دې يوه کړۍ ده چې راحيل شريف او نواز شريف دواړه بۀ د سعودي د پوځي او دولتي اهلکارو سره په دې خبرې کوي چې پاکستان دا مهال په دې پوزيشن کې نه دى، چې خپل پوځونه يوه بل ملک او يوې بلې جګړې ته ولېږي."

بلخوا د بهرنو چارو کارپوه او په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګې پخوانی مشر اعجاز خټک وايي، چې پاکستان دا وخت په سخت تشويش کې دی، ځکه چې نه ايران خپه کولی شي او نه سعودي عرب خو بيا هم پاکستاني چارواکي دا کوښښ کوي چې د سعودي عرب د مشرتابه باور او اعتماد بحال کړي.

خو د سياسي چارو کارپوه سليم احمد وايي چې د پاکستان پارلمان له قرارداد وروسته حکومت ته اندازه وشوه چې د دواړو ملکونو ترمينځه په تعلقاتو کې درز راغلی او د دغه درز ختمولو لپاره نه یوازې نواز شريف له قرارداد پس يو پاليسي بيان ورکړو بلکې خپل ورور يې هم سعودي عربستان ته ولېږلو خو ښکاري داسې چې هغه بيان او دورې څه ښه ګټه نه ده ورکړې نو ځکه اوس نواز شريف د پوځ له مشر سره یوځای سعودي عرب ته ولاړ او دا کوښښ به کوي چې د هغوی ګيلې ماڼې ختمې کړي.

نوازشريف په داسې حال کې سعودي ته روان دى، چې د هغه هېواد د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ پر يمن د هوايي بريدونو د درولو اعلان کړى و، چې تر لږ ځنډ او د حوثيانو تر پرمختګ وروسته يې پر هغوى بيا بريدونه کړي دي.

سعودي ته د دغه جګپوړي پاکستانى پلاوي تر سفر مخکې، د دې هېواد د دفاع وزير او همدراز د نواز شريف د ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوو هم رياض ته سفرونه کړي او له سعودي چارواکيو سره يې په دوه اړخيزو او د منځني ختځ پر وضعيت خبرې کړي.

همدا راز د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزير صالح عبدالله هم اسلام اباد ته راغى، د پاکستان له بېلابېلو سياسي مشرانو سره يې د يمن وضيعت وڅېړه او هيله يې څرګنده کړه، چې پاکستان به په دغه شخړه کې هرومرو د سعودي مرسته وکړي.

راپور: ذبيح شفق او احمدالله

XS
SM
MD
LG