د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د سعودي او ایران کړکېچ ختمولو ته ولاړ


"د پاکستان حکومت له ډیره احتیاطه کار اخستی دی او دا کوښښ يې کړی دی چې سعودي عرب خپه نکړي خو داسې پیغام هم ورنکړي چې ګواکې پاکستان سعودي عرب سره ولاړ دی او له ایران سره دشمني کوي"

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د سعودي عربستان او ايران دورې په لومړي پړاو کې ریاض ته ولاړ او د خپلې دورې پر مهال به وزيراعظم نوازشریف د سعودي عرب او ایران مشرانو سره د دواړو ملکونو ترمینځه پر روان کړکیچ او د دې کمولو پر لارو چارو خبرې کوي.

د وزیراعظم هاوس ویاند معاذ طارق مشال ریډیو ته وویل چې وزیراعظم نوازشریف به د سعودي عرب د دورې پرمهال د دغه هېواد له باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز او نورو اعلا چارواکو سره ویني.

د نوموړي په وینا چې وزیراعظم نواز شریف به د سعودي عربستان د دورې ورستو سبا د نهې په ورځ ایران ته هم ځي او د هغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني او نورو مشرانو سره به لیده کاته کوي.

له وزیراعظم کوره یو ویاند زیاتوي چې پاکستان د سعودي عرب او ایران ترمینځه په کړکیچ اندېښنه لري او غواړي چې د دواړو هېوادنو ترمینځه تاوتریخوالی په پرامنه طریقه سره هوار کړي. د ده په خبره له وزيراعظم نوازشریف سره په پلاوي کې د پوځ مشر جنرل راحیل شریف او نور لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

د ذکر ده چې سعودي عرب له هغه وروسته له تهران سره خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړې وې چې په تهران کې قهرجنو مظاهره چیانو د سعودي عرب پر سفارت خانه برید وکړ.

دا مظاهره چیان د روانې میاشتې پر دویمه (۲) نېټه په سعودي عرب کې د یوه مشهور شییعه ملا شیخ نمر باقر النمر ته د مرګ سزا ورکولو پرضد راوتلي ول.

یاده دې وي چې د روانې میاشتې پر اوومه (۷) نېټه د سعودي عرب خارجه وزیرعادل الجبیر او پر لسمه (۱۰) نېټه د یاد هېواد د دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان السعود د پاکستان په دوره اسلام آباد ته تللی و او له وزیراعظم نواز شریف سره سره یېد پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف سره جلا جلا لیدلي ول.

په پاکستان کې کارپوهان د سعودي عرب او ایران ترمینځه تاو تریخوالي کمولو لړ کې د حکومت د کردار پحقله څه نظر لري؟

په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزه مطالعاتو مرکزمشر ډاکټر سرفراز خان وايي چې په دې معامله خو د پاکستان حکومت له ډیره احتیاطه کار اخستی دی او دا کوښښ يې کړی دی چې سعودي عرب خپه نکړي خو داسې پیغام هم ورنکړي چې ګواکې پاکستان سعودي عرب سره ولاړ دی او له ایران سره دشمني کوي او پاکستان د خپلې دې پالیسۍ لوجې دې مقام ته ورسېدلو چې اوس د دواړو ملکونو ترمینځه د یو ثالث کردار لوبوي.

خو پخوانې سفیر او د باهرنو چارو کارپوه زاهد سعید وايي چې سعودي عرب او ایران له یو بل سره جنګ نشي کولی ځکه، دواړه پوهېږي چې معیشت يې په تیلو چلیږي خو د پاکستان دا کوښښ دی چې د دوی ترمینځه شته تاوتریخوالې نور زیات نشي نو امکان شته چې پاکستان به په دې لړ کې یو څه کردار ولوبوي.

دا دې هم یاده وي چې د سعودي عرب او د ایران ترمینځه د تاوتریخوالي له زیاتېدو ورستو د پاکستان پارلمان غړیو پر حکومت ټینګار کولو چې باید په دې معامله کې له یوې ډلې سره د ودرېدو پرځای د منځګړي کردار ادا کړي.

XS
SM
MD
LG