د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاریس کې وسله وال برید، یو پولیس وژل شوی دی


په پاریس کې وسله وال برید، یو پولیس وژل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00

پراګ - په پاریس کې په وسله وال برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه سخت ژوبل شوي دي. د پنجشنبې پر ماښام په ښار کې د شوي برید ذمه واري وروسته اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دې ((ترهګر)) برید غندنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د روانې میاشت پر ۲۳مې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره به ((پوره ډول بیدار او تیار)) اوسي. د ولسمشرۍ ځېنو نوماندانو د حملې له کبله خپل کیمپېنونه ودرول او یوه د انتخاباتو ځنډولو غوښتنه وکړه. فرانسوي څارنوالان وايي، دا معلوموي چې وسله وال چې ظاهراً یوازې یې حمله وکړه او بیا پولیسو وواژه، نور ملګري لري او که نه؟

XS
SM
MD
LG