د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو شمالي کوریا ته د بندیزونو ګواښ کړی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د توغندي وروستۍ ازموینه په سختۍ غندلې ده او د پیانیانګ له لوري د سیمې د ((خورا بې ثباتولو چلند)) په غبرګون یې ورباندې د بندیزونو ګواښ کړی.

شورا د جمعې پر شپه په یوه خوله په خپور کړي بیان کې له شمالي کوریا غوښتنه کړې چې ((نورې اټومي ازموینې دې نه کوي)) او وايي چې د پیانګیانګ ((د توغندیو ناقانونه فعالیتونه)) په سیمه کې ((کړکېچ لا پراخوي.)) شورا د شمالي کوریا د توغندیو ازموینو په غبرګون ((د نورو پام وړ اقداماتو په ګډون)) د بندیزونو لګولو ګواښ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG