د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاریس کې وسله وال برید شوی دی


پراګ - په پاریس کې په وسله وال برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه سخت ژوبل شوي دي.

د پنجشنبې پر ماښام په ښار کې د شوي برید ذمه واري وروسته اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دې ((ترهګر)) برید غندنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د روانې میاشت پر ۲۳مې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره به ((پوره ډول بیدار او تیار)) اوسي. فرانسوي څارنوالان وايي، دا معلوموي چې وسله وال چې ظاهراً یوازې یې حمله وکړه او بیا پولیسو وواژه، نور ملګري لري او که نه؟ د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، دا وسله وال د پاریس د ښار پر هغه سړک ووژل شو چې ورباندې ډېر دوکانونه دي چې له کبله یې خلک په بیړه بیړه له سیمې ولاړل. د ده په خبره، وسله وال وروسته ډزې کولې او د تښتېدو هڅه یې کوله خو پولیسو وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG