په تعلیمي ادارو کې دې فکري او مذهبي ترهګري ختمه کړل شي
د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون کې پښتون سټوډنټس فیډریشن تر سيوري لاندې د دغه پوهنتون زده کونکیو د عبدالولي خان پوهنتون مردان د مشال خان د مرګ خلاف احتجاجي لاریون وکړو او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په تعلیمي ادارو کې دې د فکري او مذهبي ترهګرۍ مخه ونیسي او د مشال خان په وژنه کې ککړ ټول عناصر او قوتونه دې قام ته په ډاګه کړي او تر قانون لاندې دې سخته سزا ورکړل شي. د خالد خان ويډیو