د سوات دوه تنه زده کوونکي چې په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان وژنې په پېښه کې تورن ول نیول شوي دی.
پولیس چارواکي وايي په دوی کې یو د مېنګورې امانکوټ حسن اختر او بل د بهرین واجد خان د مردان او سوات پوليسو په ګډه کارروايي کې تر نیولو وروسته مردان ته وړل شوي دي.
زموږ خبریال د پولیس سرچینو له خولې وايي چې د دغه دوو کسانو نومونه د مشال وژلو يېښه کې تاڼې ته ورکول شوي ول.
د عبدلولي خان پوهنتون زده کوونکی مشال خان د تېر زیارت په ورځ د بلوه ګرو زده کوونکیو له لوري د مذهبي سپکاوي په تور په ډله ییز برید کې ووژل شو. خو پولیسو مشر صلاح الدین مسود دوشنبې ورځ [د اپرېل ۱۷مه] په پېښور کې خبري غونډې ته وویل دوی ته داسې هېڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی چې ګنې مشال خان دې د مذهبي سپکاوي په تور ککړ وي.