د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا به د شمالي کوریا پر وړاندې یو اړخیز اقدام ونه کړي'


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هیله لري چې امریکا به د شمالي کوریا پرضد هغسې یو اړخیزه او د ده په وینا « ډېر خطرناک » پوځي اقدامات و نه کړي، لکه په شام کې یې چې په دا وروستیو کې ترسره کړل.

لاوروف د دوشنبې په ورځ دغه څرګندونې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې ویلي یې وو، د شمالي کوریا لخوا د جوهري وسلو د جوړولو لپاره چې کوم کوښښونه روان دي،د ستراتيژیک زغم موده یې پای ته رسېدلې ده.

پینس ویلي وو” نړۍ په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان او شام کې د امریکا د نوي ولسشمر ځواک او هوډ ولیدل، نو شمالي کوریا ته نه دي پکار چې د هغه هوډ او د امریکا د مسلح ځواکونو طاقت دې و ازمويي”.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا بې پروا جوهري پروګرام غندلی خو دا یې هم ویلي چې که د مایک پینس د څرګندونو مانا د شمالي کوریا خلاف یو اړخیزه اقدام ګواښ وي، نو په وینا یې دا به ډېره خطرناکه خبره وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG