د تاجکستان امنیتي مقامات وايي د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د امریکا د پوځ تر ټولو لوی بمي برید په ترڅ کې یو تاجک وسله وال قومندان شیرمحمد سفروف هم وژل شوی.
د تاجکستان حکومت وايي, د اچین په بمبارۍ کې د ۱۱ نورو تاجک اتباعو د وژل کېدو راپورونه هم څیړي.
تاجک چارواکي وايي، سفروف په ۲۰۱۵م کال کې له داعش سره یوځای شوی او یو کال وروسته د داعش د تاجکي وسله والو مشر ټاکل شوی و.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په اچین کې د داعش پر ضد تر ټولو لوی غیر اټومي بم په حمله کې یو شمیر ازبک وسله وال هم وژل شوي دي.