بلوچستان اسمبلۍ د مشال خان په بېدردۍ وژنه وغندله
د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړیو په مردان کي د عبدالولی خان پوهنتون یوه زدکونکي مشال خان په ناترسۍ وژنه په کلکه غندلې او دا عمل یې د اسلام، پښتني او قبایلي دودونو سرغړونه بللې ده. د پښتو نخوا ملي عوامي ګوند پارلېماني مشر عبدالرحیم زیارتوال د مشال خان په ناترسۍ د وژنې پېښه راپورته کړه او ویې ویل چې وفاقي او صوبايي حکومت او سپریم کورټ چې تر اوسه کوم ګامونه پورته کړي دي هغه ډېر لږ دي. د صوبايي اسمبلۍ غړیو له خیبر پښتونخوا حکومته غوښتنه کړې چې په پېښه کې تورنو کسانو ته دې ژر تر ژره سزا ورکړل شي. له کوټې د ایوب ترین ویډيو راپور