د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې ټاکنو کمېټه: د ټولپوښتنې پایلې د منلو وړ دي


د ترکیې د انتخاباتو مرکزي کمېټې ویلي چې د اپریل ۱۶مې ټولپوښتنې نتیجه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته یې زیات واکونه ورکړي د منلو وړ ده.

د دې کمېټې رئیس سعدي ګوین نن وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د ترکیې د رژیم اصلي مخالف ګوند د خلکو جمهوریت ګوند د ګډوډیو تور لګولی او ویلي یې دي چې بې ټاپه شوې رأی پاڼې کار شوي دي.

د ترکیې د انتخاباتو مرکزي کمېټې اعلان وکړ چې د اپریل ۱۶مې په ټولپوښتنه کې چې د اساسي قانون د تعدیل لپاره وشوه رجب طیب اردوغان ته ۵۱ اعشاریه درې فیصده خلکو مثبته رایه ورکړه.

د دې ټولپوښتنې په نتیجه کې ولسمشر د دې حق لري چې تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې په واک کې پاتې شي او هم یې په بېلابېلو برخو کې واکونه زیات شي.

د صدراعظم مرستیال محمت سیمسک ویلي چې د ټولپوښتنې له نتیجې وروسته سمدستي انتخابات نه کېږي.

داسې ګنګوسې وې چې اردوغان به له ټولپوښتنې وروسته سمدستي د انتخاباتو غږ کوي او په دې ترتیب به له خپلو زیاتو شویو واکونو استفاده پيلوي.

اردوغان پرون ناوخته خپلو پلویانو ته په وینا کې له ترکانو مننه وکړه چې د هغه په خبره د رایې مرکزونو ته په ورتلو یې خپله ملي اراده څرګنده کړه.

هغه وویل چې تر ټولو مخکې به د اعدام د سزا د بیا راوړلو په مسلې بحث وکړي هغه څه چې له اروپايي ټولنې سره د ترکیې د یو ځای کېدو غوښتنه په اتومات ډول بنده کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG