د لاسرسي ځای

د روسیې یو پارلېماني پلاوی له سعودي پاچا سره پر شام وغږېد


د روسیې یوه پارلېماني پلاوي په یکشنبه په ریاض کې د سعودي عرب له پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز سره د شام جګړې په اړه خبرې وکړې.

د روسیې پارلېمان فېدرالي شورا مرستیال الیاس اوماخانوف له پاچا سلمان سره تر کتنې وروسته د روسیې خبري اژانس تاس ته وویل چې په شام کې د بشارالاسد د رهبرۍ پر راتلونکي هم غږېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې پاچا سلمان او د روسیې پارلېمان فېدرالي شورا مشره ولنتینا ماتینکو په شام کې د بشارالاسد د واکمنۍ د راتلونکې په اړه مخالف نظرونه لري.

خو دواړو خواوو د خپلو دریځونو د نېږدې کولو لپاره د خبرو او مشورو پر دوام ټینګار کړی دی.

سعودي عرب او غربي دولتونه وايي چې په شام کې د بحران سیاسي حل لپاره باید بشارالاسد له واکه لیرې شي.

خو د روسیې حکومت د بشارالاسد ملاتړ کوي او له واکه د هغه د لیرې کېدو په اړه د امنیت شورا څو پرېکړه‌لیکونه‌ یې ویټو کړي دي.

XS
SM
MD
LG