د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: په حلب کې د وژلو شویو شمېره ۱۱۲ ته ورسېده


حمله  هغو بسونو ته نږدې شوی چې د وسله والو تر محاصرې لاندې سیمو نه یې خلک خوندي سیموته وړل.
حمله  هغو بسونو ته نږدې شوی چې د وسله والو تر محاصرې لاندې سیمو نه یې خلک خوندي سیموته وړل.

د شام په حلب ښار کې د خالي د ورځې موټر بمي چاودنه کې د وژلو شویو کسانو شمېره ۱۱۲ ته رسیدلې ده.

یاده حمله هغو بسونو ته نږدې شوی چې په حلب کې د وسله والو تر محاصرې لاندې سیمو نه یې خلک خوندي سیموته وړل.

پرون د شام سرکاري میډیا خبر ورکړي و چې په دغه حمله کې نهه دیرش کسان وژل شوي دي. خو د شام د بشري حقونو برتانیه مېشته د څار ډله د وژلو شویو کسانو شميره 43 ښودلي وه. خو د یکشنبې په ورځ داسې راپورونه ورکړل شوي چې د وژلو شویو کسانو شمېره له ۱۱۲ نه زیاتیدای شي.

راپورونه وايي په نښه شوي کسان شیعه مذهبي او د ولسمشر بشارالاسد ملاتړي وو.

XS
SM
MD
LG