د سوات طاهره د مشال راډیو مننه کوي
د سوات اوولس کلنه طاهره محمد د مشال راډیو مننه کوي چې د ویډیو مرکې له خپرېدو ورسته ورسره نه یوازې یوشمېر خلکو مرستې وکړې بلکې د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمې، بې نظیر بوټو لور، اصفه بوټو ورسره ژمنه کړې چې په شهید ذوالفقار علي بوټو ساینس او ټېکنالوژۍ انسټیټیوټ کې به یې د لوړ زده کړو ټول لګښت پرېکوي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیو.