لومړی روغتیا کېمپ په ژوب کې لګوو. ډاکټر شېرزمان مندوخېل
په کوټه کې ډاکټرانو یې خبري غونډې ته وویل، دوی به د صوبې په هغو سیمو کې صحي کېمپونه لګوي چېرې چې خلک د علاج اسانتیاوې نه لري. د ډاکترانو - د مرستندویه لاسونو – په نامه ډلې مشر ډاکټر شېرزمان مندوخېل د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی به په دې لړ کې لومړی درې ورځنی کېمپ د جمعې له ورځې په ږوب کې پیلوي چې د زړه او سترګو د اپرېشن په ګډون د هر ډول ناروغیو علان کېږي. د ایوب ترین ویډيو