د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په بلوچستان کې صحي کیمپونه لګول شوي'


د بلوچستان ډاکټرانو ویلي، دوی د صوبې په هغو سیمو کې صحي کېمپونه لګوي چېري چې خلک د علاج اسانتیاوې نه لري.

د ډاکترانو - د مرستندویه لاسونو – په نامه ډلې مشر ډاکټر شېرزمان د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی به په دې لړ کې لومړی درې ورځنی کېمپ د جمعې له ورځې په ږوب کې پیل کړي.

مشر ډاکټر شېرزمان وویل چې په دې کېمپ کې به د زړه او سترګو د اپرېشن په کډون د هر ډول ناروغیو علان کېږي.

XS
SM
MD
LG