د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې پر ایران خپل بندیزونه تر ۲۰۱۸ کاله غځولي


د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د جرګې له خوا د سېشنبې په ورځ په یو بیان کې ویل شوي چې دا ګام یې د بشري حقونو په اړه د ایران ریکارډ ته په کتو اخیستی دی.

بیان وايي چې په ایران کې له بشري حقونو د جدي سرغړونو له کبله به دا بندیزونه د ۲۰۱۸م کال تر اپرېله دوام ولري.

په دې محدویتونو کې چې څه شامل دي په هغوي پر ۸۲ کسانو او یو ادارې د سفر بندیز ، د هغوي د اثاثو کنګل کېده، ایران ته د داسې الاتو پر وړلو بندیز چې د اړیکو د وسیلو څارنه کولای شي او نور داسې څه چې په کور دننه د ځپل کېدو لپاره ترې کار اخیستل کېدای شي.

دا بندیزونه په ۲۰۱۱م کال کې لګول شوي وو او د ایران د ایټمي پروګرام سره یې څه تړاو نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG