د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: شپږ کسان د ترهګرۍ په تور نیول شوي


د افغانستان د کندهار د ملي امنیت اداره وايي ،شپږ تنه هغه کسان یې نیولي دي چې په وژنو، او وسله والو بریدونو کې یې نېغ په نېغه لاس درلود.

یادې ادارې د سېشنبې په ورځ ناوخته په یو خبرپاڼه کې وویل چې نیول شویو وسله والو په میوند ، ژړۍ او میانشین ولسوالیو کې څو ترهګر بریدونه ترسره کړي دي.

خبرپاڼه لیکي چې دې وسله والو حکومتي چارواکي او قومي مشران په نښه کول او دې کسانو خپل جرمونه منلي دي.

په خبرپاڼه کې د دې کسانو د شناخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG