د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو وروستۍ پړاو
د خېبر ایجنسۍ په جمرود او باجوړ کې د فاټا سوپر لیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ دوام لري. د دې سیالیو منتظمین وایي چې فاټا سوپر لیګ د نیمه پایلوبې پړاو پیل شوی دی. نن (سېشنبه) په باجوړ کې لومړۍ نیمه پایلوبه د خېبر ګرین زمري او خیبر بلیو ایګل تر منځ لوبه خېبر ګرین زمري په درو وکټو وګټله او پایلوبې ته ورسېدلو. د چارشنبې په ورځ به دویمه نیمه پایلوبه کېږي. اخلي نور حال د فرهاد شینواري په ویډیو کې.