د لاسرسي ځای

تازه خبر

مې او ټرمپ به روسیه له شام سره د اړیکو ختمولو ته وهڅوي


د برتانوي وزيراعظمې دفتر د دوشنبې په ورځ وويل چې تيريسا می او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټيليفوني خبرو کې په دې سلا شوې چې روس د شام ولسمشر بشارالاسد سره اړيکو ختمولو ته وهڅوي.

د نوموړې يوې وياندې وويل چې دواړو مشرانو هيله ښودلې چې دا اونۍ مسکو ته د امريکا د بهرنيوو چارو وزير ريکس ټېلرسن د سفر پر مهال به د شام لپاره يو حل خواته پرمختګ وشي.

دې وياندې ويلي چې اوس داسې موقع رامنځته شوې چې روس ته وويل شي چې له اسد سره يې اتحاد نور کومه ستراتيژيکې ګټې نه لري.

که څه هم روس ويلي دوی په هر هغه څه کنټرول نه لري چې شام يې کوي خو تر دې دمه يې د اسد ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

مسکود شام پر هغه هوايي ميدان د امريکا ميزايلو بريد هم په قهر شوی چې په مبيينه توګه د شام ولسي وګړو پر ضد د کيمياوي حملې لپاره کاريدلی وو.

د دوشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ وياند، شان سپايسر خبريالانو ته وويل چې که د شام حکومت بيا کيمياوي وسلې او بيرل بمونه وکاروي نو دوی نوره پوځي کاروايي کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG