د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:۱۳ داعش وسله وال وژل شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي دعوه کوي چې د اچین ولسوالۍ پېښې سیمه کې یې په هوايي او ځمکني بریدونو کې دیارلس تنه داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

یاد عملیات ګډو امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ورځ ناوخته تر سره کړي چې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

دی وایي چې له څه مودې راهیسې د حمزه په نوم عملیات د ګډو امنیتی ځواکونو لخوا د داعش وسله والو د ځپلو او د له منځه وړلو په موخه پیل شوي چې تر دا مهاله په کې په سلګونو داعشیان وژل شوي او یو شمیر سیمې یې ترې بېرته نیولي دي.

خو داعش وسله والو رسنیو ته په دې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG