د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په ډېره غازي خان کې ۵ وسلوال وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پوځ مطبوعاتې څانګې ایی ایس پي ار دویب پاڼې ترمخه د رد الفساد عملیاتو په ترڅ کې رینجرځواکونو په ډیره غازي خان کې د یکشنبې په سهار پنځه وسلوال وژلې دي.

د پاکستان پوځ وايي، د ډزو په تبادله کې یو عسکر کامران وژل شوی او یو بل تن چې هارون نومېږي ژوبل شوی دی.

ايي ایس پي ار زیاتوي چې په ډیره غازي خان کې دغه عملیات لا هم روان دي.

د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو وروته اوس د قبایلي سیمو ترڅنګ په ښاري سیمو کې هم د ردالفساد په نوم عملیات پیل کړي دي. پاکستان وايي، دوی د ترهګرۍ خلاف د نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، خو نړیوال بیل پرې تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې هغو وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي چې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو او افغان ځواکونو خلاف بریدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG