د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې ګډو امنیتی ځواکونو د اچین ولسوالۍ د پېښې او بټن په سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کی ۲۴ داعش وسله وال وژلي او شپږ تنه نور مشکوک کسان یې ژوندي نیولي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل، دحمزه په نوم عملیات چی د وسله والو مخالفینو دځپلو او د له منځه وړلو په موخه پیل شوي، د ملي اردو ترڅنګ پکې ملي پولیس هم برخه اخلي.
خوږیاڼی زیاتوي چې دنازیانو ولسوالۍ مرچل سیمه کی د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی چې پکی یو داعش وسله وال وژل شوی دی.داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.