د امریکا خزانې وزیر ستیفین منوچین وویل، امریکا به پر شام د دې لپاره نوي بندیزونه ولګوي چې د کیمیاوي وسلو په واسطه یې پر ملکیانو بریدونه کړې دي.
د امریکا خزانې وزیر د جمعې په ورځ وویل، موږ به پر شام د نورو بندیزونو اعلان وکړو تر څو د دا ډول هڅو مخه ونیول شي.
د امریکا خزانې وزیر زیاته کړه چې دا بندیزونه ډېر مهم دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي دي چې د اپریل په اوومه د شام پر یوې هوایي اډې د توغندیو برید امریکا د دې لپاره وکړ چې شام ته د کیمیاوي وسلو د برید له امله ځواب ووایي.
امریکا وایي چې دا هغه اډه ده چې له دې ځایه د شام الوتکو د خان شیخون پر سیمه د اپریل په څلورمه په کیمیاوي وسلو برید وکړ او لږ تر لږه ۸۶ کسان یې ووژل.