د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: له چین سره اړیکو کې مو پرمختګ کړی


 ټرمپ او شي جین پینګ
ټرمپ او شي جین پینګ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له خپل چينايي سيال شي جين پينګ سره يې تر کتنې وروسته له چين سره په اړيکو کې د پام وړ پرمختګ وکړ.

تر دې مخکې ټرمپ پر چين سخت انتقادونه کول.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په فلوريډا کې وويل ، فکر کوم له چين سره مو په خپلو اړيکو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، زما استازو د دوى له استازو سره يو په يو خبرې وکړې، واقعي پرمختګونه شوي چې ډېرو نورو پرمختياوو ته به زمينه برابره کړي،

هغه وویل ، د ولسمشر شي او زما له خوا د اړيکو پرمختيا فکر کوم ډېره عالي ده."

په عين حال کې د چين ولسمشر هم په ګډ خبري کنفرانس کې مبهمې څرګندونې وکړې خو ځينې مثبت ټکي يې ياد کړل.

شي جين پينګ وويل، موږ په خپلو کې ژور پوهاوى او باور، دغه راز مقدماتي کاري اړيکې او دوستي ايجاد کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG