د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سوریې د امریکا پر توغندیو بریدونو نړیوال غبرګونونه


پر سوریې د امریکا د توغندیو د حملې په اړه روسیې او ایران تند غبرګون ښودلی، خو د امریکا متحدانو د بشاراسد د حکومت پر پوځي اډې د امریکا برید ستایلی دی.

د امریکا پوځ د جمعې ورځ د سوریې پر ملکي وګړو د هغې کیمیاوي حملې په ځواب کې چې ویل کېږي د بشارال اسد رژیم کړې ده د دې هېواد د هوايي ځواکونو پر یوه اډه د لسګونه توغندیو برید وکړ.

روسیې په سوریه کې د امریکا د توغندیو د نننۍ حملې په وړاندې په غبرګون کې له امریکا سره هغه قرارداد فسخ کړ چې هدف یې د منځني ختیځ په هوايي قلمرو کې د پېښو مخنیوی او د الوتنو تنظیم دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین دا حمله پر یوه خپلواک هېواد تېری او د نړیوالو قوانینو نقض بللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په تاشکند کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د غونډې په حاشیه کې وویل، نننۍ حملې د امریکا او روسیې اړیکي کړکېچن کړي.

لاوروف وویل چې امریکا د ولسمشر اسد له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه هېڅ راز ثبوت نه دی وړاندې کړي بلکې د غېر حکومتي ټولنو له خوا د چمتو شویو تصویرونو پر بنسټ یې عمل کړی دی:

پوتین: دوی د ماشومانو د عکسونو په ښودلو کې مبالغه کوي.
پوتین: دوی د ماشومانو د عکسونو په ښودلو کې مبالغه کوي.

"دوی حتا د ثبوت د وړاندېکولو زحمت هم ځان ته نه ورکوي او یوازې تصویرونه ښيي، دوی د ماشومانو د عکسونو په ښودلو کې مبالغه کوي او پر هغو تصویرونو تکیه کوي چې د ملکي دفاع ډلې په څېر غېرحکومتي ټولنو چمتو کړي دي، دې ډلو د سوریې رژیم پرضد څو بېلابېل اقدامات پارولي دي."

روسیې همداراز د سوریې د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

سوریه وايي، په دې برید کې یې شپږ سرتېري وژل شوي او د دې هېواد په لوېدیځ کې هغې هوايي اډې ته چې پنټاګون وايي له هغه ځایه په ادلیب ښار کې پر ملکي وګړو د کیمیاوي وسلو برید شوی سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

سوریه کې د امریکا په راکټي حملو ویشتل شوې پوځي اډه.
سوریه کې د امریکا په راکټي حملو ویشتل شوې پوځي اډه.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د امریکا د توغندیو د برید موثریت ډېر کم و.

د دې وزارت ویاند جنرال ایګور کونشنیکوف وویل، د سوریې پر پوځي اډه یوازې ۲۳ توغندي لګېدلي او معلومه نه ده چې نور ۳۶ توغندي به په کوم ځای کې پریوتې وي په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې د امریکا پوځ د سوریې پر دې هوايي اډې ۵۹ توموهاک ډوله توغندي توغولي دي.

د روسیې دفاع وزارت همداراز ویلي چې له ننني برید وروسته به د سوریې د هوايي مدافعې سیسټم پیاوړی شي.

روسیه او ایران د سوریې اصلي متحد هېوادونه دي.

تهران دا حمله غندلې، ایسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له قوله لیکلي چې پر سوریې د امریکا له لوري د توغندیو حمله ورانوونکې او خطرناکه وه.

نورو هېوادونو هم غبرګونونه ښودلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند امریکا ته د چین د ولسمشر د سفر په اړه د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ پر سوریې د برید په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې بیجینګ تل په نړیوالو مسایلو کې له زوره د کار اخیستو مخالف او د سوله ییز حل پلوي دی.

خو برتانیا، اسرائیل، ترکیې، اسټرالیا، ایتالیا او څو نورو هېوادو د دې حملې هرکلی کړی دی.

د بریتانیا دفاع وزیر وویل چې امریکا د دې حملې په اړه له برتانیا سره تماسونه ټینګ کړي و، د اسټرالیا صدراعظم مالکم ترنبول وویل، دا برید بشاراسد ته یو سنجول شوی او مناسب ځواب و، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، د امریکا د دې اقدام کلک ملاتړ کوي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دا حمله یو مثبت ګام و، خو زیاته یې کړه چې دا اقدام کافي نه دی، د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل وویل، په سوریه کې د بشري حقونو سرغړونو ته په پام سره د امریکا دا اقدام د درک وړ دی، د ایټالیا صدراعظم پاولو جینتي لونو وویل چې د ټرمپ اقدام د بشري جنایتونو په وړاندې یو ځواب و او د اروپايي کمېسیون ویاندې مینا اندریيووا وویل، متحدایالاتو د دې حملې په اړه اروپايي ټولنې ته خبر ورکړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG