د کراچۍ بلديه ټاون په ګلشن غازي سيمه کې د پنجشنبې په شپه ناوخته په يو کور د خاورې کمر پرېوتو پېښې څلور کسان وژلي دي.
د ځايي خلکو په وينا په وژل شویو کې ۴۵ کلن ضمير ګل، د هغه ۱۱ کلن زوی عبدالله او ۱۸ کلنه لور اقرا شامله ده.
د يوه بل تن په اړه ويل کېږي چې پېژندګلو يې نه ده شوې.
په دې پېښه کې يوه ښځه او ماشومه په ژوبل حالت کې بهر راويستل شوي دي.
د پوليسو په وينا چې دلته اکثر ځايونه کېنستل کېږي چې له کبله یې په غرونو کې سوري جوړ شي او د اوبو ورتللو له کبله بيا دغه کمرې راغورځېږي.
د ذکر ده چې په کراچۍ کې ډېرې داسې سيمې شته چېرته چې خلک د غرييز ځايونه د ابادۍ په توګه کاروي او وخت پر وخت د کمر راپرېوتو پېښې هم رامنځ ته کېږي.