امتیاز خان اوس په یوه پښه او یوه لاس ژوند تېروي
د شنو غونډو امتیاز خان وایي، اووه کاله وړاندې یې د یکه غونډ په لویه چاؤدنه کې یو لاس او پښه پرې شوي ول خو د هغه پېژندګلو کسان بیا وايي چې له امتیاز خان یو لاس او پښه طالب وسله والو غوڅ کړي دي. د مشال راډيو له خبریال شاهنواز خان ترهکزي سره په خبرو کې امتیاز خان وویل چې ده به وړاندې د کاڼو په کارخانو کې مزدوري کوله خو له معیوبېدو پس یې سوالګري شروع کړې او په نشو هم روږدی دی.