د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ترهګر هڅه کوي چې له متحدینو سره مو اړیکې خرابې کړي'


د ملي امنیت سلاکار وایي، ترهګر او د هغو ملاتړي په پرله‎پسې توګه هڅه کوي چې افغانستان او سیمه ناامنه او د دې هېواد اړیکې له خپلو مهمو متحدینو سره خړې پړې کړي.

د ملي امنیت شورا له دفتره نن(چارشنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمد حنیف اتمر دا خبرې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو ترهګریزو پېښو په تړاو د متحدو عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار، اعلیحضرت شیخ طحنون بن زاید ال نهیان د خواخوږۍ پیغام په ځواب کې کړي دي.

د ملي امنیت سلاکار دغه راز زیاته کړې چې افغانستان او متحد عربي امارات، د سېمې د ټولو ګواښونو په ژور درک سره، د ترهګرو ځپل د دواړو هېوادونو د ملي امنیت ستر لومړیتوب بولي او ګډې مبارزې ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت سلاکار همدارنګه د افغانستان او متحدو عربي اماراتو پر تلپاتې دوستۍ د بیا ټینګار ترڅنګ، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو ملتونو ته د سوکالۍ او ارامۍ هیله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه میاشت وړاندې د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون حملې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG